بارېږي...

چراغ پوهنتون

اکادمیک خدمتونه، عملي زده کړې او ټولنیز مسئولیت.

کور درباره

څراغ پوهنتون د افغانستان له خصوصي لوړو زده کړو بنسټونو څخه دی چې د باکیفیته لوړو زده کړو، مسلکي او متخصصو کادرونو د روزنې، علمي څېړنو د پراختیا او د ټولنې د اړتیاوو د پوره کولو په موخه فعالیت کوي. دغه پوهنتون د لوړو زده کړو د ملي او نړیوالو معیارونو پر بنسټ هڅه کوي چې د محصلانو، استادانو او څېړونکو لپاره یو علمي، نوښتګر او معیاري چاپېریال رامنځته کړي، ترڅو هغوی وکولای شي خپلې علمي، مسلکي او څېړنیزې وړتیاوې لا پیاوړې کړي.

څراغ پوهنتون د خپل فعالیت له پیل راهیسې د تدریس کیفیت، علمي پرمختګ، د استادانو د ظرفیت لوړول او د نوې ټکنالوژۍ څخه ګټه اخیستل د خپلو اساسي لومړیتوبونو څخه ګڼلي دي. د مجربو استادانو استخدام، د بازار د اړتیاوو سره سم درسي پروګرامونه، عصري تدریسي میتودونه او د زده کړې مناسب چاپېریال هغه مهم اصول دي چې پوهنتون یې د تحقق لپاره دوامداره هڅې کوي.

دغه پوهنتون ژمن دی چې د زده کړو، څېړنې او نوښت لپاره مناسب فرصتونه برابر کړي، ترڅو محصلان وکولای شي د کار بازار، دولتي او خصوصي ادارو، سوداګرۍ، نوښت او لوړو زده کړو لپاره په بشپړه توګه چمتو شي. همدارنګه څراغ پوهنتون هڅه کوي چې له کورنیو او نړیوالو علمي بنسټونو سره د همکارۍ له لارې د علمي تجربو تبادله، ګډې څېړنې او د استادانو او محصلانو د ظرفیت لوړولو زمینه لا پیاوړې کړي.

څېړنې او نوښت

څېړنه د څراغ پوهنتون د علمي فعالیتونو له اساسي ستنو څخه ده. پوهنتون باور لري چې د علم تولید، دوامداره پرمختګ او د ټولنې ستونزو ته د علمي حللارو موندل د معیاري څېړنو له لارې ممکن دي. له همدې امله د تدریس ترڅنګ علمي څېړنې، نوښت او د عملي څېړنیزو پروژو ترسره کول د پوهنتون له مهمو لومړیتوبونو څخه دي.

څراغ پوهنتون استادان او محصلان هڅوي چې په علمي څېړنو، د څېړنیزو مقالو په لیکلو، علمي کنفرانسونو، سیمینارونو، ورکشاپونو او ملي او نړیوالو علمي پروګرامونو کې فعاله ونډه واخلي. پوهنتون هڅه کوي چې د څېړنیزو مرکزونو، علمي همکاریو او اړینو امکاناتو په برابرولو سره د څېړنو کچه نوره هم لوړه کړي.

همدارنګه څراغ پوهنتون د استادانو او څېړونکو د علمي آثارو، کتابونو او څېړنیزو مقالو د چاپ او خپرولو ملاتړ کوي او په راتلونکې کې د علمي او څېړنیزو مجلو د پراختیا لپاره ځانګړې برنامې لري.

ودانۍ، تجهیزات او اسانتیاوې

څراغ پوهنتون د محصلانو او استادانو لپاره د مناسب علمي چاپېریال د رامنځته کولو په موخه د خپلو ودانیو، تجهیزاتو او تدریسي امکاناتو د پراختیا لپاره دوامداره هڅې کوي. دغه پوهنتون غواړي داسې معیاري چاپېریال رامنځته کړي چې د هېواد د لوړو زده کړو د اړتیاوو او نړیوالو معیارونو سره سمون ولري.

د پوهنتون مهمې اسانتیاوې عبارت دي له:

  • معیاري او مجهزې درسي خونې
  • عصري کمپیوټر لابراتوارونه
  • مجهز کتابتون له چاپي او برېښنايي سرچینو سره
  • د محصلانو او استادانو لپاره چټک انټرنېټ
  • مرکزي معلوماتي سیستم او ډیټابېس
  • د محصلانو برېښنايي پورټل
  • پروجکټرونه او عصري تدریسي وسایل
  • د کنفرانسونو او سیمینارونو مجهز تالارونه
  • د څېړنې او نوښت مرکز
  • د محصلانو او استادانو د ظرفیت لوړولو مرکز
  • علمي او تحصیلي مشورتي خدمتونه
  • د فرهنګي، علمي او ټولنیزو فعالیتونو لپاره مناسب چاپېریال

څراغ پوهنتون ژمن دی چې د ټکنالوژۍ له پرمختګ سره سم خپل تدریسي او څېړنیز امکانات لا پراخ کړي او د زده کړې او څېړنې لپاره یو پرمختللی او معیاري چاپېریال برابر کړي.

اداري او علمي جوړښت

څراغ پوهنتون منظم اداري او علمي جوړښت لري او ټولې علمي، اداري او خدماتي چارې یې د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت د مقرراتو او د پوهنتون د داخلي اصولو سره سم تنظیم او اداره کېږي.

د پوهنتون تشکیلات د پوهنتون ریاست، علمي، اداري او محصلانو چارو مرستیالۍ، پوهنځي، ډیپارټمنټونه، تخصصي کمېټې، د کیفیت لوړولو اداره، د څېړنې مرکز، د محصلانو چارو مدیریت، مالي او اداري مدیریت، معلوماتي ټکنالوژۍ، بشري سرچینو او نورو اړوندو اداري واحدونو څخه جوړ شوي دي.

دغه جوړښت د پوهنتون د بېلابېلو برخو ترمنځ د همغږۍ، اغېزمن مدیریت، د علمي کیفیت د لوړولو او د معیاري خدماتو د وړاندې کولو لپاره مهم رول لري.

لیدلوری

څراغ پوهنتون هڅه کوي چې د باکیفیته لوړو زده کړو، علمي څېړنو، نوښت، عصري ټکنالوژۍ او د متخصصو، متعهدو او خلاقو کادرونو د روزنې له لارې په افغانستان او سیمه کې په یوه معتبر، مخکښ او څېړنیز پوهنتون بدل شي.

مأموریت

د څراغ پوهنتون مأموریت د باکیفیته لوړو زده کړو وړاندې کول، د علم تولید او پراختیا، د عملي او اړتیا محورو څېړنو ترسره کول، د متخصصو، مسلکي او مسؤلیت منونکو کادرونو روزنه، د نوښت او اخلاقي ارزښتونو پیاوړتیا، او د هېواد علمي، اقتصادي او ټولنیزو اړتیاوو ته د عصري تدریسي میتودونو، نوې ټکنالوژۍ او ملي او نړیوالو علمي همکاریو له لارې اغېزمن ځواب ویل دي.