د رئیس پیغام
څراغ پوهنتون د باکیفیته لوړو زده کړو، علمي څېړنو او د متخصصو، متعهدو او مسؤلیت منونکو کادرونو د روزنې لپاره ژمن دی. زموږ باور دا دی چې پوهنتون یوازې د زده کړې ځای نه دی، بلکې د نوښت، خلاقیت، علمي ودې او د راتلونکو رهبرانو د روزنې مرکز هم دی.
موږ هڅه کوو چې د مجربو استادانو، عصري تدریسي میتودونو، نوې ټکنالوژۍ او ملي او نړیوالو علمي معیارونو په مرسته خپلو محصلانو ته یو معیاري علمي چاپېریال برابر کړو، ترڅو هغوی د راتلونکي مسلکي ژوند او د ټولنې خدمت لپاره په ښه توګه چمتو شي.
موږ د خپلو محصلانو، استادانو او ټولو همکارانو له باور او ملاتړ څخه مننه کوو او ژمن یو چې د علمي کیفیت، نوښت او ټولنې ته د خدمت په برخه کې خپلو هڅو ته دوام ورکړو.
ستاسو د علمي بریاوو او روښانه راتلونکي په هیله.