د مرستیال رئیس پیغام
په څراغ پوهنتون کې زموږ باور دا دی چې علمي پرمختګ او دوامداره وده د باکیفیته زده کړو، اغېزمنو څېړنو او سالمې علمي رهبرۍ له لارې ترلاسه کېږي. موږ هڅه کوو چې د عصري تدریسي میتودونو، علمي نوښتونو او څېړنیزو فعالیتونو په ملاتړ د محصلانو او استادانو لپاره یو مناسب او پرمختللی علمي چاپېریال برابر کړو.
زموږ موخه د داسې متخصصو، متعهدو او نوښتګرو فارغانو روزنه ده چې د هېواد او ټولنې په پرمختګ کې اغېزمن رول ولوبوي. موږ د استادانو، کارکوونکو او محصلانو په ګډې همکارۍ د علمي کیفیت او دوامداره پرمختګ لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکوو.
ستاسو له باور او ملاتړ څخه مننه کوو او ټولو محصلانو ته د بریالیتوب، پرمختګ او روښانه راتلونکي هیله لرو.