بارېږي...
د څراغ پوهنتون تدریسي روغتون یو معیاري روغتیايي او علمي مرکز دی چې د باکیفیته روغتیايي خدمتونو، عملي طبي زده کړو او علمي څېړنو د پراختیا لپاره فعالیت کوي. دغه روغتون د څراغ پوهنتون د تدریسي مرکز په توګه د ناروغانو درملنه، کلینیکي روزنه او څېړنیز فعالیتونه په ګډه پر مخ وړي.
روغتون د متخصصو ډاکټرانو، مجربو روغتیايي کارکوونکو او عصري طبي تجهیزاتو په مرسته د ناروغانو د تشخیص، درملنې او پاملرنې خدمات وړاندې کوي. همدارنګه د طب، ستوماتولوژۍ او فارمسۍ پوهنځیو محصلان خپلې عملي او کلینیکي زده کړې په همدې روغتون کې ترسره کوي.
زموږ موخه د خوندي، معیاري او ناروغمحوره روغتیايي خدمتونو وړاندې کول، د طبي زده کړو پیاوړتیا او د څېړنې او نوښت له لارې د هېواد د روغتیايي نظام پرمختګ ته خدمت کول دي.
د څراغ پوهنتون تدریسي روغتون د طبي اخلاقو، کیفیت او د ناروغانو د رضایت ساتلو ته ژمن دی.