د ۱۴۰۵ نړیوال طبي څېړنیز کنفرانس
څراغ پوهنتون په ویاړ سره د نړیوال طبي څېړنیز کنفرانس کوربهتوب کوي. په دې کنفرانس کې به استادان، ډاکټران، څېړونکي او محصلان د طبي علومو، عامې روغتیا، نوښتونو او کلینیکي څېړنو په اړه خپلې علمي مقالې او تجربې وړاندې کړي. دغه پروګرام د علمي همکاریو د پراختیا، د تجربو د تبادلې او د روغتیايي علومو د وروستیو پرمختګونو د معرفي کولو لپاره یو مناسب فرصت برابروي.